Civil engineering

د سیول انجنیرِي څانګې Civil Engineering Branches

27.04.2010 14:02

د سیول انجنیري تعریف:

سیول انجنیري د انجنیري علم  له بنسټیزو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د فزیکي قوانینو، ریاضیکې معادلو او میخانک (Theories of Mechanics)څخه په ګټه اخیستنې سره د بیلا بیلو مدنې ودانیو، بندونو ،پلونو، تونلونو،سړکونو او نورو ساختمانونو د  ډیزاین ،ساختمان او ساتنې دنده په غاړه لري

سیول انجنیران له موجوده منابعو ( لکه سرمایه،مواد ،بشري قوه او نورو ) څخه په ګټه اخیستنې سره زیار باسې چې ساختمانې پروژه په ټاکلې موده کې د لګښتونو کمښت، چاپیریال ساتني،او فزیکې زیانونو له منځه وړلو ،په پام کې نیولو سره په ښه توګه بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپاري

سیول انجنیري د انجنیري علم تر نورو ټولو څانګو پخوانۍ،پراخه،ساده او مهمه څانګه ګڼل کيږي چې د همدي علم د مور په نامه پیژندل شویده.

د سیول انجنیري څانګې:

سیول انجنیري په خپل وار سره له لاندنیو فرعې څانګو او ساحو څخه تشکیل شویده:

1 – Geo technical Engineering

جیوتخنیکي انجنیري او سروي

2 – Structural Engineering

د مدنې ودانیو انجنیري

3 – Transportation Engineering

د سړک او ترانسپورتې ساختمانونو انجنیري

4 – Water Resources Engineering

هایدرولوجي او د اوبو منابعو انجنيري

5 – Environmental Engineering

د ژوند د چاپیریال(محیط زیست) ساتني انجنيري

6 – Earthquake Engineering

د سیسمکې څپو او زلزلي  پر اساس د ساختمان د ډیزاین انجنیري

7 – Urban Planning

د ښاري پراختیا او ښار جوړوني انجنیري

د سیول انجنیر دندې او مسئولیتونه:

سیول انجنیر د وړاندي یادو شویو ودانیو او ساختمانونو د ډیزاین(Design) ،ساختمان(Construction) اوساتنې ( Maintenance) دنده پرغاړه لري.

سیول انجنیر کولای شې په خصوصي ساختمانې کمپنیو،دولتې ټول ګټو ادارو او یا هم په اړونده پوهنتونونو کې د علمې څیړونکې او یا استاد  په حيث دنده پر مخ بوځي.

سیول انجنیر کولای شي لاندنۍ دندي پر مخ بوځي:

۱- د ساحي سروي کول

1. To survey a site.

۲- د پروژي پر اړوند تخنیکې رپوټ لیکل

1. To write a technical report about the area or a project.

۳- د نقشو او ډیزاینونو طرح او ترسیم کول

1. To plot out a Design or Plan of a structure.

۴- د تهدابونو د ‌ډیزاین طرح او ترسیم کول

1. To plot out a Design of the foundation.

۵- د ساختمانې پروژو براورد

1. To estimate costs, expenses and ensure economy.

۶- د تعمیر ،پل ،سړک ،تونل ، بند او نورو ساختمانې پروژو ساختمان پلي کول

1. To construct a structure e.g. buildings, bridges, highways, tunnels, dams.

۷- د مخکې جوړو شویو ودانیو ترمیم او ساتنه

1. To maintain or repair a previously build structure.

۸- د مختلفو ترانسپورتې  پروژو د پلي کیدلو او سروي په مهال د ارتباطاتو او اړیکو د داسې وسایلو او لارو چارو  څخه ګټه اخیستل چې له یوي خوا څخه ترافیکي جریان په نورمال ډول سره وي او بلې خوا نه  ورڅخه آعظمې ګټه اوچته شي

1. To devise means of communication by construction and survey of roads, rails, highways, airports, seaports, train stations or freeway interchanges so that smooth and even flow of traffic (road, sea or air traffic) is maintained as well as higher user rates are ensured.

۹- د بريښنا د انتقال پایو ، د راډیو سټیشن د  انتنو نو او نورو څلو  لپاره د تهدابونو ډیزاین

1. To design foundation for electrical transmission towers, radio signals etc.

۱۰- د پوهنتون محصلینو ته تدریس کول

1. To teach students in a university.

۱۱- د خصوصي ساختماني کمپنۍ اداره او پرمخ وړل

1. To run and manage a private construction firm.

۱۲- د بیلابیلو هایدروتخنیکي ساختمانونو لکه بندونو،کانالونو،د اوبو رسولو او کانالیزسیون پروژو اود سیلاب د مخنیوي دیوالونو د ساختمان پلي کول

1. To construct canals and dams and plan water supply schemes, sewer pipes and preventing flooding.

۱۳-د مختلفو عضوي موادو پروسس او خالص کول، د ژوند د چاپیریال د اغیزمنتیا څیړنه او د ساختمانې پروژو او طبیعت ترمنځ د مشترکې وجې ارزونه.

1. Processing and purifying organic materials, environmental impact studies, and the interface of civil engineering projects with the natural world.

۱۴-په سواحلي برخو کې د  پروژو تطبیق او څارنه

1. Coastal projects and management of coastal areas.

ژباړن : خلیل الله مایار/ کابل

M.Daud 24.04.2013 08:04

ګران استاده سلام٠
افتخارلروچې تاسوغوندې په وطن اومحصلینومین اوخدمتګارشخصیت لرو،خدای مو آبادلره.
زماخواهش داده،که مهربانی وک‌ړۍ دانجنیری سروی (جیودیزی انجنیری )په هکله یو لکچر آماده اونشرته وسپاری ،نودیره مهربانی بمو یی.
په درناوی
انجنیر محمدداود روشن

انعام الدين عمادې 18.03.2013 08:18

مننه انجینر صاحب خدای دی تاسوته نورهم ددی ستر کار دکولو توفیق نصیب کری او الله دپه علم کي برکت واچوه غوښتنه مې داده چه منږ ستاسوويب بلاک باقاعده تعقيبو هيله ده چه دبندونهرپه بارکي تازه او نوي معلومات راسره شرېک کړئ ، مننه

پوهنمل دوکتور نيم وردک 01.11.2012 22:23

ګرانو تاسو دجيديزۍ او ما کشيدرۍ د اندزه ګيريو هغه غلتۍ چدی Refraktionپواسيته راځي هم توجو کوۍ خصوصا د اندازه ګيريو وخت

فضل الرحمن اخلاص 24.04.2012 12:02

زیاته مننه انجینر صاحب خدای دی تاسوته نورهم ددی ستر کار دکولو توفیق نصیب کری

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

Civil Engineering Weblog Wall Clock